د خزانې وفاقي وزير سېنېټر محمد اسحاق ډار په مشرۍ كښې غونډه٬ پي آئي اے د برتانيې٬امريكا او اروپائي هېوادونو پروازونو بيا پېل كولو لپاره د مناسب قانون سازۍ كولو پريكړه

295

د پاكستان انټرنېشنل ايئر لائنز د برتانيې٬امريكا او اروپائي هېوادونو ته د پروازونو بيا پېل كولو لپاره د نړيوالو تقاضو له مخې د مناسب قانون سازۍ كولو پريكړه كړې۔ دا پريكړه د خزانې وفاقي وزير سېنېټر محمد اسحاق ډار په مشرۍ كښې د سول ايوي اېشن اتهارټي او ايئر پورټ سيكورټي فورس قانوني چارو په اړه غونډه كښې كړی۔ په غونډه كښې د هوا بازۍ وفاقي وزير خواجه سعد رفيق٬د تجارت وفاقي وزير سيد نويد قمر٬ د قانون وفاقي وزير اعظم نذير تارړ٬ خاص مرستيال طارق باجوه٬ د هوا بازۍ سېكرټري٬ د قانون سېكرټري او د سول ايوي اېشن اتهارټي ډي جي ګډون وكړو۔ په غونډه كښې پريكړه وكړې شوه چې برتانيه٬ امريكا او اروپائي هېوادونو ته د پاكستان انټرنېشنل ايئر لائنز پروازونو بيا پېل كولو لپاره د نړيوالو تقاضو له مخې دې مناسب قانون سازۍ وكړی شي