د پاکستان او هند ترمېنځه د بنديانو د فهرستونو تبادله٬ پاكستان د 308 بنديانو فهرست هندي هائي كمېشن ته حواله كړو۔ د خارجه دفتر ويانده

 
0
59

 د پاكستان حکومت د قونصلر رسنې پحقله د كال 2008 لوظنامې دفعاتو له مخې د خالي په ورځ پاكستان كښې د موجود 308 هندي بنديانو (42 سويلين او د 266 فشرمېنز) فهرست په اسلام آباد كښې د هند هائي كمېشن ته حواله كړې۔ د خارجه دفتر وياندې لخوا د جاري بيان له مخې د هند حكومت د هند په زندانونو كښې د بندي پاكستانيانو فهرست په نوے ډيلي كښې د پاكستان هائي كمېشن ته حواله كړې دې٬ د فهرست له مخې د هند په زندانونو كښې په مجموعي توګه 417 پاكستاني (343 وګړي او 74 فشرمېنز) بندي دي۔ د بيان له مخې پاكستان د هند په حكومت زور رواړې دې چې ھغه دې ټول پاكستاني وګړي او فشرمېنز خوشې كړي او بېرته هېواد ته راولېږي كومو چې خپله اړوند سزا ترسره كړې ده او د دوي د قامي حېثيت تصديق شوېدے۔ د يادونې وړ ده چې پاکستان او هند هر كال د جنورۍ او جولائي په وړومبۍ نيټه د يو بل په حراست كښې د بنديانو د فهرستونو تبادله كوي دا تبادله د قونصلر رسنې تړون له مخې كېږي په كوم چې په 21 مئي كال 2008 كښې لاسليك شوې ٶ