وزيراعظم شانګله كښې د مړو شويو 8 ماشومانو كورنيو له 10 ٬ 10 لكه روپۍ مالي مرسته اعلان كړه

 
0
211

 وزيراعظم شهباز شريف شانګله كښې د خاورو كمر لاندې كېدو په نتيجه كښې د مړو شويو 8 ماشومانو كورنيو له 10 ٬ 10 لكه روپۍ مالي مرسته اعلان كړې ده۔ د جمعې په ورځ د وزيراعظم آفس مېډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم شهباز شريف د مارتنګ ضلعې شانګله كښې د خاورو كمر لاندې راتلو سره د مړو شويو 8 ماشومانو كورنيو له 10 ٬ 10 لكه مالي مرسته اعلان كړې۔ وزيراعظم د مالي مرستې اعلان د خپل صلاحكار او په خېبرپښتونخوا كښې د مسلم ليګ(ن)صدر انجينئر امير مقام په خواست كړې۔ وزيراعظم شهباز شريف انجينئر امير مقام ته ځپليو كورنيو سره د ملاقات او غمرازۍ كولو هدايت هم كړې۔ده ووئيل چې د ځپليو كورنيو په غم كښې برابر شريك يؤ۔