خارجه وزير بلاول بھټو زرداري په ټوکيو كښې يو شمېر جاپاني بزنس اېګزېكټو٬ جائيكا او د جېټرو نمائندګانو سره وليدل

 
0
82

خارجه وزير بلاول بھټو زرداري د جاپان سرکاري دورې په مهال يو شمېر جاپاني بزنس اېګزېكټو٬ جائيكا او د جېټرو نمائندګانو سره ليدلي۔ دا خبره د اتوار په ورځ د خارجه دفتر لخوا په جاري بيان كښې شوې ده۔ خارجه وزير بلاول بھټو زرداري د جاپان حکومت په بلنه تېره ورځ ټوكيو ته رسېدلې په دې موقع د پاكستان سفير رضا بشير تارړ، د جاپان د خارجه وزارت چارواكو او د پاكستان كميونټي د ده هركلے كړې۔ بلاول بھټو زرداري د جولائي وړومبې نيټې نه تر څلورمې نيټې د جاپان په څلور ورځنۍ دوره دې او په دې موقع به د جاپان خپل همڅنګ او وزيراعظم سره ملاقاتونه كوي